اسلام آباد -- ميډيا راپور ورکړو چې نامعالومه وسله والو په پنجاب کې د احمدي اقليت يو غړی ووژلو، په داسې حال کې چې، يو هجوم په بلوچستان کې د يو ۱۰ کلن هلک چې د مقدساتو په سپکاوې کولو کې تورن وو، د وژلو کوشش وکړو.
سما تلويزيون راپور ورکړو چې د احمدي فرقې ۶۲ کلن بشارت احمد، د چهارشنبې په ورځ (د می په ۳ مه) د پنجاب صوبې په رحيم يار خان ډسټرکټ کې په ډزو ووژل شو.
د جماعت احمديا پاکستان، يو احمدي سازمان، ویاند، سلیم الدين وويل، چې دا په پنجاب کې يوازې په ۳۵ ورځو کې د احمدي فرقې د تن د هدفي وژنې دریمه پېښه ده.
ډان خبرې اژانس د پنجشنبې په ورځ (د می په ۴ مه) راپور ورکړو چې، له بلې خوا، يو هجوم د بلوچستان په هب سيمه کې د يو پولیس سټيشن محاصره وکړه. هغوی غوښتنه کوله چې پوليس دې يو هندو سړی چې د مقدساتو په سپکاوي کولو کې تورن دی، هغوی ته وسپاري.
د ډان خبرې اژانس له مخې، پوليسو وويل، چې په تشدد کې يو ۱۰ کلن هلک ووژل شو. دغه هلک د ډزو له کبله ژوبل او ووژل شو.