د تحریک طالبان ۴ وسله والو ته پهانسي ورکړل شوه

د سټاف راپور

اسلام آباد -- دنیا تلویزیون خبر ورکړو چې پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د می په ۳ مه) د تحریک طالبان پاکستان څلورو وسله والو ته پهانسي ورکړه. د پهانسۍ د ځای په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل چې ټولو څلورو کسانو د پوځي عدالتونو نه د پهانسۍ سزا ترلاسه کړه.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل چې ټولو څلورو وسله والو اعتراف کړی وو چې دوی د ځواکونو او ملکيانو په اغوا کولو او وژلو کې ښکيل وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500