د پوځ د عامه اړیکو دفتر وويل، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د خيبر ايجنسۍ په تیرا دره کې د دوشنبې ورځ (د مۍ ۱) د هغه ځواکونو سره ورځ تيره کړه کوم چې د افغانستان د پولې په اوږدو کې خپله وظیفه ترسره کوي.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، چې باجوه ته په سيمه کې د امنيتي تدابيرو په اړه بريفنګ ورکړل شو.
باجوه ځواکونو ته په خطاب کې وويل، چې امنيتي ځواکونو په ټول هيواد کې په پراخه توګه د دولت حاکميت بحال کړی دی او هېواد د سولې او ثبات په لور دی.