پولیسو په پنجاب کې د يو موټر نه ۱۰۰ وسلې ترلاسه کړې

د سټاف راپور

لاهور -- ميډيا راپور ورکړو چې د موټروی پوليسو د دوشنبې په ورځ ( د مۍ په لومړۍ نيټه) د پنجاب صوبې د شيخوپوره ډسټرکټ ته نږدې لاهور ته د روان موټر نه د وسلو او ګوله بارودو يوه زيرمه ترلاسه کړه.

پوليسو د موټر ودرولو کوشش وکړو، خو د ډريور نه موټر بې قابو شو او موټر يې په يو لښتي کې وغورځوو.

دواړه شکمن کسان وتښتېدل. پوليسو د موټر نه تقریباً ۱۰۰ وسلې او ګوله بارود ترلاسه کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500