د مشعل خان تورن قاتل ونیول شو

د سټاف راپور

پېښور -- د جيو نيوز له مخې، د پولیسو ډپټي انسپکټر جنرل محمد عالم شينواري د پنجشنبې په ورځ (د اپریل په ۲۷مه) اعلان وکړو چې پولیسو په مردان ډستړکټ کې د عبدالولي خان يونيورسټۍ طالب علم مشعل خان په قتل کې مهم شکمن ونيولو.

شينواري وويل، دغه شکمن، چې د عمران په نامه پيژندل شوی دی، د مشعل خان د کلاس ملګری وو. هغه د مشعل د فیسبوک په پيج باندې د موادو په اړه خفګان څرګند کړو او هغه دغه مواد "کفر" ګڼلو.

شينواري زياته کړه، پولیسو د عمران نه هغه تمانچه ترلاسه کړه کومه چې هغه د مشعل خان د وژلو لپاره استعمال کړې وه.

په کيمپس کې يو هجوم د اپریل په ۱۳مه مشعل په وهلو ټکولو او ویشتلو ووژلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500