په خيبر ايجنسۍ او پنجاب صوبه کې ۹ وسله وال ووژل شول

د سټاف راپور

اسلام آباد -- ميډيا راپور ورکړو چې امنيتي ځواکونو په خيبر ايجنسۍ او د پنجاب صوبې په خانيوال ډسټرکټ کې لږ تر لږه نهه وسله وال ووژل.

دنیا تلويزيون د پنجشنبې په ورځ (د اپریل په ۲۷مه) راپور ورکړو چې د پنجاب پولیسو د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې په خانيوال کې په عملياتو کې درې وسله وال ووژل.

د ايکسپريس ټريبيون له مخې، د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، چې تېره ورځ، په خيبر ايجنسۍ کې په هوايي بمبارۍ کې لږ تر لږه شپږ وسله وال هغه وخت ووژل شول کله چې دوی د افغانستان نه پاکستان ته د راوړيدو کوشش کولو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500