په کورم ايجنسۍ کې د چاودیدونکی توکو له کبله د مرګ ژوبلې شميره ۱۵ ته ورسېده

د سټاف راپور

پاړه چنار -- سما تلويزيون راپور ورکړو چې د سه شنبې د ورځې (د اپریل په ۲۵مه) په کورم ايجنسۍ کې په چاودنه کې د مرګ ژوبلې شميره ۱۵ ته رسيدلي ده.

د پوليټيکل انتظاميې له مخې، د سړک د غاړې يو ريموټ کنټرول بم په کوز کورم کې د مسافرو يو ګاډی تباه کړی وو.

د هسپتال سرچينو وويل، د مرګ ژوبلې لومړڼۍ شميره ۹ وه، خو دا ۱۵ ته ورسيده کله چې پنځه سخت ژوبل شوي کسان مړه شول. هغوی زياته کړه، چې په وژل شوي کسانو کې پنځه ښځې او څلور ماشومان شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500