کرم ايجنسي -- چارواکو وويل، چې په پاکستان کې د افغانستان سره پولې ته نږدې په شمال لویدیځ قبایلي سیمه کې لږ تر لږه نهه تنه، د ښځو او ماشومانو په ګډون، هغه وخت ووژل شول کله چې د مسافرو يو ګاډی د سه شنبې په ورځ ( د اپريل په ۲۵مه) د سړک د غاړی يو بم سره وجنګيدو.
په سيمه کې د انتظاميې يو ځايي چارواکي، عرفان علي، له مخې، دغه چاودنې د کرم ايجنسۍ په ګودر سيمه کې سهار وختي د خلکو نه ډک يو پیک اپ ټرک په نښه کړو.
د هسپتال چارواکو وويل، چې په مړو شوي کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
په ډسټرکټ کې د صحت سينير چارواکي ډاکټر مجاهد خان، اې ايف پي ته وويل، "په هغوی کې يو ډیر ماشوم او بل نهه کلن ماشوم هم شامل وو. دوه ښځې هم ووژل شوې."
يوې ډلې هم د دې بريد مسوليت په غاړه نه دی اخیستی.