کراچۍ -- جيو نيوز خبر ورکړو چې په کراچۍ کې د دوشنبې په ورځ (د اپريل په ۲۴مه) د نيم پوځي رينجرو سره په يوه نښته کې د لشکر جنګوي څلور ترهګر ووژل شول.
رينجرو وويل، چې د لشکرې جنګوي غړي د استوګنې په یوه ودانۍ کې پټ شوي وو او د رينجرو سره يې د ډزو تبادله وکړه. درې ترهګرو ځان والوزاوو. رينجرو څلورم ترهګر چې د تېښتې کوشش یې کولو په ډزو وويشتلو.