په پنجاب کې د جماعت الاحرار ۸ وسله وال ووژل شول

د سټاف راپور

لاهور -- جيو نيوز خبر ورکړو چې د تحریک طالبان پاکستان د اورپکۍ ډلې جماعت الاحرار لږترلږه اته شکمن وسله وال په پنجاب کې د چهارشنبې په ورځ (د اپریل په ۱۹مه) ووژل شول.

دغه وسله وال د شيخوپوره په نرنګ منډهۍ سيمه کې د پنجاب پوليسو د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې سره تېره شپه په نښته کې ووژل شول.

د سي ټي ډي يو چارواکي وويل، چې پولیسو ۳ کلوګرامه چاودېدونکي توکي، ځانمرګي واسکټونه، درې کلاشينکوفونه، پنځه د لاس ټوپکونه او ګوله بارود د دغه ځای نه ترلاسه کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500