کيدی شي چې افغانستان او پاکستان د تحریک طالبان د ستر مشر په وړاندې ګډ عملیات پیل کړي

د سټاف راپور

اسلام آباد -- جيو نيوز د دوشنبې په ورځ (د اپريل په ۱۷مه) راپور ورکړو چې په پاکستان کې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخیلوال وويل، کيدی شي چې پاکستان او افغانستان د تحریک طالبان پاکستان ستر مشر ملا فضل الله په وړاندې ګډ عمليات شروع کړي.

زاخېلوال وويل، سرحدي کړکیچ د پاکستان او یا د افغانستان په ګټه نه دی. هغه زياته کړه چې هغه هيله لري چې دواړه هېوادونه به دوه اړخیزو اړیکو ته وده ورکړي.

زاخېلوال وويل، چې افغانستان به هېڅکله چا ته اجازه ورنه کړي چې په پاکستان کې د بريدونو لپاره د هغوی خاوره استعمال کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500