کراچۍ -- جيو نيوز د پنجشنبې په ورځ (د اپریل په ۱۳مه) راپور ورکړو، د یو نامالومه قانون پلي کولو ادارې د خفیه راپوټ له مخې، د تحریک طالبان پاکستان وسله وال او د لیاري نيبر هوډ جنايي ډلې يو ځای شوي دي چې په کراچۍ کې بې ثباتي رامنځته کړي.
تحریک طالبان پاکستان او د لیاري ډلې غړو په وار وار په منګو پير سيمه کې یو ځای لیدل شوي دي او دوی يو اتحاد جوړی کړی دی.
دې ادارې خبرداری ورکړو چې کيدې شي د تحريک طالبان پاکستان زمان ګروپ او د لیاري ډلې غړي په ښار کې په پوليسو بريد وکړي.