اوټاوا، کنيډا -- د آزادۍ راډيو راپور ورکړو چې کنيډا د ۲۰۱۴ کال د سولې نوبيل انعام ګټونکي ملاله یوسفزۍ ته د چهارشنبې په ورځ (د اپریل په ۱۲مه) اعزازي شهريت ورکړو.
د کنيډا وزير اعظم جسټن ټراډيو ملاله ته يو سرټيفيکيټ ورکړو. ملاله شپږمه او تر ټوله ځوانه د کنيډې اعزازي شهريت ترلاسه کونکي ده.
ټراډيو وويل: "ملاله، ستا کیسه زموږ د ټولو لپاره د جذبې وړ ده."
ملاله په ۲۰۱۲ کال کې په سوات کې د جينکو تعليم ته د ودې ورکولو له کبله د طالبانو لخوا د وژلو نه ژوندۍ پاتې شوه. هغه په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو د سولې لپاره استازي جوړه شوه.