نيويارک -- د ملګرو ملتونو د يو بيان له مخې، د سولې لپاره د نوبيل انعام ګټونکي ملاله یوسفزۍ د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۱۰مه) د ملګرو ملتونو د سولې استازي وټاکل شوه.
د ملګرو ملتونو جنرل سيکريټري انتونيو ګويتريس، ۱۹کلنه ملاله د ملګرو ملتونو د سولې استازي وټاکله چې د جينکو تعليم ته وده ورکړي.
هغه د سولې تر ټوله کشره استازي ده. هغه د سولې د نوبيل انعام ترلاسه کوونکي تر ټوله کشره جينۍ هم وه، چې د ۱۷ کالو په عمر کې يې د ۲۰۱۴ کال انعام ترلاسه کړو.
ملاله په سوات کې په اکتوبر ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو د قاتلانه بريد نه بچ پاتې شوه او اوس په انګلستان کې ژوند کوي.