سکهر -- چارواکي وايي، د سيند صوبې په سکهر کې پولیسو د لشکر جنګوي مطلوب وسله وال، کامران جمشید بهټي، په ډزو ووژلو.
د صوبې د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې افسرانو ډان خبري اژانس ته د يکشنبې په ورځ (د اپریل په ۹ مه) وويل، بهټي، چې په سيند کې یې په يو څو تروریستي بریدونو کې لاس لرلو، د صوبې د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې سره په نښته کې ووژل شو.
عباسي وويل، د هغه په جرمونو کې په ۲۰۱۴ کال کې په کراچۍ کې د پوليسو يو سينير افسر چوهدري اسلم وژل شامل دي.