په پېښور کې په لومړي ځل نړیوال فلم ريليز کيږي

اې ايف پي لخوا

پيښور -- اې ايف پي راپور ورکړو چې فلم جوړونکوو د پنجشنبې په ورځ (د اپریل په ۶ مه) وويل، په پاکستان کې يو ښار چې د يو څو عشرو راهیسې د ناوړه افراطي تاوتریخوالي سره مخامخ وو، د امنيت ښه کيدلو له کبله په لومړي ځل يو نړیوال فلم ريليز کوي چې دا د اميد يوه نښه ده.

پيښور چې د کلونو راهیسې د اورپکۍ او ناکرارۍ سره مخامخ وو به "د پېښور پروجيکټ" ډیر ژر په ریډ کارپټ هرکلی وکړي. دا فلم به په امریکا، انګلستان، کينيډا او هالينډ کې ريليز شي.

د فلم ډايريکټر بنګش اې ايف پي ته وويل، "د دې فلم کیسه داسې ده ... چې په لندن کې يو کرکټر چې د پېښور د يو جينۍ سره د انټرنټ له لارې په مينه کې اخته کيږي، هلته سفر کوي او کله چې هغه هلته راشي نو هغه پوه شي چې دا یوازې د هغه د اغوا کولو لپاره يو چال وو."

دا فلم په پېښور، برطانيا او کنيډا کې جوړ شو. دا فلم به په انګلیسۍ، هالنډۍ، اردو او پښتو ژبه کې ريليز شي.

په امنيت کې د ښه والې له کبله د پښتو سینما بيا بحال شوې ده.

بنګش وويل، چې د فلم د ریډ کارپټ پريمير به د فلم د ريليز کيدو نه مخکې به په پېښور کې ترسره شي. دا به په راتلونکي دوو مياشتو کې منعقد شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500