چارواکو په کراچۍ کې د يو جهاز نه ۱۵ کلوګرامه هیروین برامد کړل

د سټاف راپور

کراچۍ -- جيو نيوز خبر ورکړو چې د پاکستان انټرنيشنل ايرلاينز امنيتي پرسونلو او د مخدره موادو پر ضد ځواک پرسونلو د سه شنبې په ورځ (د اپریل په ۴ مه) نږدي ۱۵ کلوګرامه هیروین چې په کراچۍ کې د پي آی اې په جهاز کې پټ کړی شوي ول، برامد کړل.

دغه جهاز د مارچ په ۳۰ مه د مدينې نه راغلی وو او په هوايي اډه کې ولاړ وو. په نړيوال مارکيټ کې د دې هيروينو ماليت ۳۰۰ ميليونه روپۍ (۲.۸ ميليونه امريکايي ډالره) دی.

چارواکو لا تر اوسه ګرفتاري نه ده کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500