په مهمند ايجنسې کې د جماعت الاحرار ۸ وسله وال تسليم شول

د سټاف راپور

د ډان خبري اژانس له مخې، د پوځ د عامه اړیکو دفتر د سه شنبه په ورځ (د اپریل په ۴ مه) وويل، د جماعت الاحرار ۸ وسله وال په مهمند ايجنسۍ کې د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۴مه) ځواکونو ته تسليم شول.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر دا څرګنده نه کړه چې آيا دې پخواني وسله والو د جماعت الاحرار لخوا د تر سره شوي بريدونو سره تعلق لرلو. جماعت الاحرار د تحریک طالبان پاکستان يوه اورپکۍ ډله ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500