پاکستان د افغانانو بيرته ليږل بيا شروع کړل

اې ايف پي لخوا

اسلام اباد -- په تېر وخت کې د جبر د الزامونو نه باوجود، پاکستان د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۳ مه) د افغان کډوالو په لويه کچه بيرته ليږل پيل کړل.

دغه عمليات، چې ۳۸۰،۰۰۰ ثبت شوي کډوال په ۲۰۱۶کې د پاکستان نه بېرته افغانستان ته ولېږل شول، په دسمبر کې د يخنۍ د عادي وقفې له کبله په ځای ولاړ وو.

د کډوالو د مرستو د تنظيم یو ویاندې دنيا اسلم خان اې ايف پي ته وويل: "د ثبت شوي افغان کډوالو لپاره د يو اين ايچ سي آر د بیرته راستنیدو پروګرام نن پيل شو."

هغې تايد وکړو چې ملګرو ملتونو د بيرته تلونکو لپاره خپل رقم د ۴۰۰ امريکايي ډالرو (۴۱،۹۴۰ پاکستانۍ روپو) نه د ۲۰۰ امريکايي ډالرو (۲۰،۹۷۰ پاکستانۍ روپو) پورې کم کړی دی. هغې په ټوله نړې کې مالي خنډونو او بشري عملياتو ته اشاره وکړه.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې دغه مرسته په ۲۰۱۶ کال کې دوه برابره شو او دا په تېر کال کې د جولای د مياشت نه وروسته افغانستان ته د بيرته تلونکو په شمير کې د زياتوالی يو سبب جوړ شو.

خو د افغان کډوالو خلاف د پاکستان د عملياتو د ويرې له کبله، هغه خلک هم چې افغانستان يې څو عشرې وړاندې پريښودې وو افغانستان ته په بيرته تلو کې شامل شول.

د بشري حقونو څار سازمان د فبرورۍ په مياشت کې په يو تنقيدي راپور کې په پاکستان تور ولګوو چې پاکستان په لویه کچه د کډوالو په بيرته ليږلو کې جبر، ګواښونه او ناوړه چلند استعمال کړی دی. دې سازمان په ملګرو ملتونو باندې هم تور ولګوو چې دوی د پاکستان سره په دې هکله مرسته کړې ده.

ملګرو ملتونو له مخکې نه دا تنقيد رد کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500