اسلام اباد -- جيو نيوز راپور ورکړو چې پاکستان د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۳۰ مه) اعلاان وکړو چې پاکستان به د اسلامي هېوادونو د سعودي په مشرۍ کې د پوځي ټلوالۍ سره يوځای شي.
په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو د دفتر وياند نفيس زکریا وويل، پاکستان دا فيصله وروسته له هغې وکړه کله چې پاکستان د اسلامي پوځي ټلوالۍ په شرایطو او مقرراتو غور وکړو.
هغه د دې پوښتنې ځواب ور نه کړو چې آيا جنرل (ريټايرډ) راحیل شريف، د پاکستان د پوځ پخوانی مشر، به د دې اتحاد کمانډ کوي.
د دفاع وزير خواجه محمد آصف په تلويزيون کې د دې هفتې په سر کې وويل، چې پاکستان څه اعتراض نه لري که شریف د ۳۹ ملتونو معاهدې مشري وکړي.