په سيند او بلوچستان کې بمونو ريلوی او د جينکو سکول ته زيان ورسولو

د سټاف راپور

کراچۍ -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې په سيند او بلوچستان صوبو کې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۲مه) بمونو د ریل پټلو او د جينکو سکول ته په ترتیب سره زيان ورسولو.

پوليسو وويل، ښخ شوي بمونو د سيند په مهراب پور او روړي کې د ریل پټلۍ ته زيان ورسولو. پوليسو زياته کړه، چې د چاودنو له کبله د ريلوی ټريفک د لږ ساعت لپاره ودريدلی وو.

د ليوي ځواک سرچينو وويل، د بلوچستان په قلعه عبدالله ډسټرکټ کې په یو موټرسایکل باندې دوه شرپسندو د جينکو په يو سرکاري سکول باندې يو لاسي بم ورلړه کړو. هيڅ څه زيان نه دې شوې.

د بلوچستان د صوبايې اسمبلۍ یو غړی، ځامرک اچکزۍ، ډان ته وويل، چې هغه وخت ټولې جينکۍ په کلاس کې وې کله چې لاسي بم يو شمېر کړکۍ ماتې کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500