اسلام اباد -- ميډيا راپور ورکړو چې پاکستان ۷۸م يوم پاکستان د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۳مه) ولمانځلو.
دغه جشن په وفاقي ښار او په ټولو څلورو صوبايي مرکزونو کې د يو شمير ټوپکو د سلامۍ سره شروع شو. وروسته په اسلام اباد کې امنیتي ځواکونو ګډ پريډ وکړو.
په دغه پريډ کې د ترکي او سعودي عرب ځواکونو مارچ وکړو په داسې حال کې چې صدر ممنون حسین د پريډ ننداره کوله.
جيو نيوز خبر ورکړو چې په نورو ګډونوالو کې وزير اعظم ميا محمد نواز شريف، د دفاع وزير خواجه محمد آصف، د پاکستان د وسله وال ځواکونو مشران او د جنوبي افريقې د ملي دفاع ځواک مشر جنرل سولي زاکاريا شوک شامل ول.