لاهور -- ډان خبري اژانس د پوځ د عامه اړيکو دفتر له خولې راپور ورکړو چې په بلوچستان کې شل وسله وال د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۲۱مه) نيم پوځي رینجرو ته تسليم شول. د دغه پيښې د ځای په اړه خبر نه دی ورکړی شوی.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر له مخې، دغه وسله وال د بلوچ بېلتون غوښتونکی مشر برهمداغ بګټي سره تعلق لرلو.
د تسليم شوو وسله والو کمانډرانو په نورو ياغيانو باندې زور ورکړو چې دوی دې وسلې په ځمکه کېږدي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.