پاکستان د ۳۰۰،۰۰۰ نه زيات کمپيوټريزډ شناختي کارډونه بلاک کړل

د سټاف راپور

اسلام اباد -- سما تلويزيون راپور ورکړو چې د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان قومي اسمبلۍ ته د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۰ مه) وویل، پاکستاني چارواکو ۳۴۴،۵۹۷ کمپيوټريزډ قومي شناختي کارډونه بلاک کړل او د وسلې ۱۶۳،۴۱۶ کمپيوټريزډ لايسنسونه یې منسوخ کړل.

چوهدري نثار علي خان وويل، چې چارواکو د استخباراتي ايجنسو د شکايتونو نه وروسته دغه شناختي کارډونه بلاک کړل. هغه زياته کړه، هغه کسان چې اعتراضونو لري عدالتونه ته تلی شي. البته چارواکي به د مروجه قوانينو له لارې د دوی د شکايتونو کتنه کوي او بهرني کسانو ته به شناختي کارډونه نه ورکوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500