لاهور -- د پاکستان امنیتي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې په اسلام آباد او د پنجاب صوبې په نورو برخو کې په امنيتي عملیاتو کې ۲۹ کسان ونیول.
د ډان خبرې اژانس له مخې، د پوځ د عامه اړیکو دفتر ويل، پولیسو، نيم پوځي رينجرو او استخباراتي پرسونلو د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۵مه) د بغاوت ضد رد الفساد عملیاتو کې ۲۶ شکمن کسان ونيول. پوليسو په بریدونو کې وسلې، چاودېدونکې توکې او ځانمرګي واسکټونه ونيول.
ډان زياته کړه، چې پوليسو او رينجرو د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۴مه) په حسن ابدال کې د سکهانو يو مندر ته نږدې په یوه کور باندې چاپه واچوله او د وسلو، ګوله بارودو او چاودېدونکي توکو ترلاسه کولو نه وروسته یې درې کسان ونیول.