ساهيوال، پاکستان -- دنیا تلویزیون خبر ورکړو چې د پنجاب صوبې په ساهيوال جيل کې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۵مه) درې ترهګر پهانسي کړی شول.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر په يو بيان کې وويل، چې دغه درې کسانو په امنيتي ځواکونو بريد کړی وو او زیاته یې کړه چې په دوی کې یو د تحریک طالبان پاکستان سره تعلق لرلو.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر له مخې، تر اوسه پورې، پوځي عدالتونو په ۱۶۱ ترهګرو کې ۲۱ ترهګرو ته د مرګ سزا ورکړه.
دنیا تلویزیون خبر ورکړو، د کراچۍ پوليسو د سې شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۴مه) په يوه پيښه کې د نشه يي توکو دوه ډيلران ووژل. دنیا تلویزیون زياته کړه چې پوليسو د نشه يې توکو په يو کور باندې چاپه ووهله او هغه وخت یې ډزې وکړې کله چې په کور کې اوسيدونکو په پوليسو ډزې پيل کړې.