کوټه -- ميډيا راپور ورکړو چې وسله والو د سې شنبې او چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۴-۱۵مه) په بلوچستان صوبه کې څلور ښوونکي وتښتول، چې په دوی کې يو سينير چارواکی هم شامل وو.
د سما تلويزيون له مخې، پوليسو تايد وکړو چې د پراونشل هاير ايجوکيشن کميشن سيکريټري عبدالله جان په کوټه کې د چهارشنبې په ورځ اغوا کړی شو.
ډان خبرې اژانس راپور ورکړو چې د سکول درې استاذان چې د ملي سرشمېرنې په ترسره کولو کې یې مرسته کوله، په آواران ډسټرکټ کې د سه شنبې په ورځ وتښتول شول.
د ليوي ځواک چارواکي محمد جان تايد وکړو چې دغه استاذان د ټريننګ سيشن نه بيرته راتلل.