لاهور -- ميډيا راپور ورکړو چې په لاهور کې يو ځايي سياسي مشر په ډزو ووژل شو او دوه پوليس ژوبل شول.
ډان خبرې اژانس راپور ورکړو چې بابر سهيل بټ، د پاکستان پيپلز پارټۍ ځايي مشر، په خپل کور کې د یک شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۲مه) ووژل شو. بابر په ۲۰۱۳ کال کې د پنجاب په صوبايي اسمبلۍ کې د سيټ لپاره په ټاکنو کې برخه اخيستې وه خو کامياب نه شو.
جيو نيوز خبر ورکړو چې وسله وال کسانو په لاهور کې د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۴مه) دوه پوليس افسران او يو مخبر په ډزو ويشتل او هغوی يې ژوبل کړل.