تحقيقات څرګندوي چې اسلم ډرايور د هغه په وژلو کې ښکيل وو

د سټاف راپور

کراچۍ -- ميډيا د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۸ مه) راپور ورکړو چې د پوليسو تحقيقاتو څرګنده کړه چې په ۲۰۱۴ کال کې د پولیسو سپرنټنډنټ چوهدري محمد اسلم په وژلو کې د هغه خپل ډرايور ښکیل وو.

دنیا تلويزيون راپور ورکړو، د پوليسو د تحقيقاتو له مخې، کرم، ډرايور، د منع شوي اهل سنت والجماعت غړی وو او په کراچې کې د لشکر جنګوي مشر نعیم بخاري ته یې د اسلم د تګ راتګ په اړه معلومات ورکړل.

جيو نيوز خبر ورکړو چې دغه څرګندونې د ترهګرو د هغه ملګرو سره په تحقيقاتو کې رامنځته شوې کوم چې په دې وروستيو کې په کراچې کې ووژل شول.

چوهدري اسلم په ۲۰۱۴ کال کې په کراچۍ کې په يو بمي بريد کې وژل شوی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500