په زرګونو کسان د دوو ورځو لپاره د پولې بيا پرانيستلو په ترڅ کې د پاکستان نه افغانستان ته واوړيدل

د سټاف راپور

پېښور -- په افغانستان کې د آزادۍ راډيو د سې شنبې په ورځ (د مارچ په ۷ مه) راپور ورکړو چې په زرګونو افغانان د تورخم او چمن په پوسټونو د دوه ورځني پرانيستلو په ترڅ کې د پاکستان نه افغانستان ته واوړيدل.

دغه پوله په عارضي توګه يوازې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو (د مارچ په ۸ مه) باندې پرانيستل شوي وه.

په پاکستان کې د ترهګريز بريدونو د لړۍ وروسته، پاکستان د افغانستان سره پوله د فبرورۍ په ۱۶مه بنده کړې وه.

په افغانستان کې د کندهار صوبې د سپين بولدک د پوليسو کمېشنر محمد علي داوري د افغانستان د ازادۍ راډيو ته وويل، د سې شنبې په ورځ د ۲،۰۰۰ نه زيات افغانيان يوازې د چمن له لارې افغانستان ته واوړيدل.

په افغانستان کې د آزادۍ راډيو بل اړخ ته د ترافيک په اړه راپور نه دی ورکړی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500