صوابۍ، پاکستان -- سما تلويزيون راپور ورکړو چې د پاکستان د پوځ سرتېرو او د خيبر پښتونخوا پوليسو د خېبرپښتونخوا په صوابۍ ډسټرکټ کې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۸ مه) لږ تر لږه ۱۰ وسله وال ووژل.
دغه ګډ عمليات په بجه سيمه کې ترسره شول.
د چارواکو له مخې، په دغه عملياتو کې دوه سرتېري ژوبل شول او دوه وسله وال وتښتيدل.