صوابۍ، پاکستان -- ميډيا راپور ورکړو چې د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ډسټرکټ کې د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۷ مه) لږ تر لږه پنځه ترهګر او د پوځ دوه سرتيري ووژل شول.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر وويل، چې ځواکونو د خفيه معلوماتو په رڼا کې په مالک آباد سيمه کې عمليات ترسره کړل.
د ډان خبرې اژانس له مخې، د پوځ د عامه اړيکو دفتر زياته کړه چې دغه عسکرو د وسله والو د يو کمپاونډ محاصره وکړه او پنځه ترهګر يې په کې دننه ووژل.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، چې لږ تر لږه یو مړ شوی وسله وال د تحریک طالبان پاکستان غړی وو.