چارسده، پاکستان -- ډان خبرې اژانس راپور ورکړو چې وسله والو د شنبې په ورځ (د مارچ په ۴مه) د خیبر پښتونخوا په چارسده ډسټرکټ کې یو وکیل ووژلو او د هغه وراره يې زخمي کړو.
پوليسو وويل، محمد جان جګياني، چې د قومي وطن پارټۍ يو مشر هم وو، د خپل وراره وکيل رحم شاه او دوه نورو وکيلانو سره د شبقدر تحصیل عدالت ته روان وو چې په موټرسايکل سپاره کسانو د دوی په موټر ډزې وکړې.
جګياني په هسپتال کې مړ شو. دوه نور وکيلان د ژوبل کيدو نه بچ شول.
ميډيا راپور ورکړو چې د قومي وطن مشر افتاب احمد خان شیرپاو او نورو سياست دانانو او وکيلانو د دغه وژنې په کلکه غندنه وکړه.
د تحریک طالبان پاکستان اورپکۍ ډلې جماعت الاحرار د دغه بريد مسوليت په غاړه واخیستو.