په پوله باندې په يو برید کې ۱۰ وسله وال او ۵ پاکستاني سرتيري ووژل شول

د سټاف راپور

پېښور -- ايکسپريس ټريبيون خبر ورکړو چې په مهمند ايجنسۍ کې د يکشنبې په ورځ (د مارچ په ۵ مه) په يوه جګړه کې لږ تر لږه ۱۰ وسله وال او پنځه پاکستاني سرتيري ووژل شول.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر وويل، چې وسله والو په درې پوسټونو باندې بريد وکړو. د پوځ د عامه اړيکو دفتر زياته کړه چې ځواکونو لږ تر لږه ۱۰ بريد کونکي ووژل په داسې حال کې چې پنځه سرتيري یې له لاسه ورکړل.

د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه په مړه شوي سرتيرو باندې خفګان څرګند کړو خو د ځواکونو د ځواب ستاينه يې وکړه.

د تحریک طالبان پاکستان اورپکۍ ډلې جماعت الاحرار د دغه بريد مسوليت په غاړه واخيستو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500