اې ايف پي د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۲مه) راپور ورکړو چې القاعده تايد کړی دی چې د هغوی يو ستر مشر ابو الخير مصري، چې د دغه سازمان دوهم مشر ګڼلی کيدو، په سوریه کې د یو هوايي برید له امله وژل شوی دی.
د دوو جهادي ډلو په يو بيان کې، په عربي ټاپو کې د القاعدې په ګډون، راغلي چې المصري په سوریه کې د بې پیلوټه جهاز لخوا وژل شوی دی.
المصري د القاعده جوړونکي مشر اسامه بن لادن زوم دی او ویل کیږي چې هغه د ایمن الظواهري ډپټي دی.
په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ډلې د دې هفتې په سر کې وویل، چې د فبرورۍ په ۲۶مه د ادلب صوبې په مستوماه ښار کې په ايتلافي بمبارۍ کې المصري وژل شوی دی.