په بنو او بلوچستان کې ۵ شکمن ترهګر ووژل شول

د سټاف راپور

راولپنډۍ -- ميډيا راپور ورکړو چې د پاکستان په بیلابیلو سيمو کې د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۲مه) دوه امنیتي پرسونل او پنځه ترهګر ووژل شول.

د ډان خبرې اژانس له مخې، د پوځ د عامه اړیکو دفتر په يو بيان کې وويل، په سرحدي سیمه بنو کې د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۲مه) په يوه نښته کې د پوځ دوه افسران او څلور ترهګر ووژل شول.

سما تلويزيون راپور ورکړو چې د بغاوت ضد ځواکونو د رد الفساد عملیاتو په لړ کې په پنجاب او بلوچستان صوبو کې د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۲مه) ۲۲ کسان ونیول.

فرنټير کور په بلوچستان کې يو ترهګر ووژلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500