افغانستان له پاکستان څخه د پولې بيا پرانستلو غوښتنه وکړه

د سټاف راپور

اسلام اباد -- سما تلويزيون د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ا) راپور ورکړو چې افغانستان له پاکستان څخه وغوښتل چې د د دواړو هیوادونو ترمنځ پوله دې بيا خلاصه کړي.

د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۱) د جاري شوی يو بيان له مخې، د افغانستان د پوځ نايب مشر جنرل مراد علي په کابل کې په يوه غونډه کې د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۷مه) د پاکستان سفیر سید ابرار حسین ته دغه درخواست وړاندې کړو.

مراد ويل چې د افغانستان خلکو د پولې د تړل کیدو څخه کړيږي. هغه وعده وکړه چې د ګډ استخباراتي معلوماتو په اساس به د ترهګرو په وړاندې عمليات پيل کړي.

حسين وعده وکړه، چې هغه به دغه پيغام اسلام اباد ته واستوي.

پاکستان په سیند کې د يو ځانمرګي بريد چې ۹۵ صوفي وفاداران په کې وژل شول نه وروسته دغه پوله د فبرورۍ په ۱۶مه بنده کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500