پاکستان د افغانستان پولې ته شپول تړي

د سټاف راپور

اسلام اباد -- طلوع نیوز د چهارشنبې په ورځ (د مارچ ۱م) راپور ورکړو چې د وسله والو غیر قانوني مهاجرت او د پولې له هاخوا تګ راتګ د مخنيوي لپاره، د پاکستان حکومت به د ډیورند کرښې باندې (د پاکستان او افغانستان پوله) شپول وتړي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې د شپول جوړولو کار به په يو څو مياشتو کې شروع شي.

پاکستان د فبرورۍ په مياشت کې په لاهور کې او په سیند صوبه کې په صوفي زيارت باندې د وژونکي حملو نه وروسته د افغانستان سره پوله بنده کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500