لاهور -- ميډيا راپور ورکړو چې پولیسو په کراچۍ او د پنجاب صوبې په ګجرانواله کې پنځه شکمن ترهګر ونيول.
د ايکسپريس ټريبيون له مخې، د سیند د پوليسو د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې انچارج رياض علي د سه شنبې په ورځ ( د فبرورۍ په ۲۸ مه) وويل، چې د سيند پوليسو د خفيه معلوماتو په ترلاسه کولو درې مشکوک سخت افراطيان ونيول. هغه زياته کړه، چې دغه کسان په تروریزم او هدفي وژنو کې تورن دي.
دنیا تلويزيون د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۸مه) راپور ورکړو چې د پنجاب سي ټي ډي په ګجرانواله کې د داعش دوه شکمن وسله وال ونيول.
د پنجاب سي ټي ډي وويل، چې د داعش نيول شوي کسانو پلان لرلو چې په دغه ډسټرکټ کې په حساس تاسیساتو باندې بريد وکړي.