لاهور -- دنیا تلويزيون د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۷مه) راپور ورکړو چې چارواکي په لاهور کې د مارچ په ۵ مه د پاکستان سوپر ليګ ۲۰۱۷ فاينل ميچ په اړه نندارچيانو او لوبغاړو ته د امنيتي تدابيرو په اړه ډاډ ورکوي.
د ميچ په دوران کې به چارواکي نږدې سهولتونه بند کړي چې په خلکو کې د احتمالي بريد کونکو مخه ونيول شي.
د پاکستان سپر ليګ چيرمين نجم سيټهي وويل، چې د پنجاب حکومت د پاکستان کرکټ بورډ ته په قذافي سټيډيم کې د فاينل ميچ کولو اجازه ورکړه.
په پاکستان کې سپورتي پیښې هغه وخت بندې شوې کله چې په مارچ ۲۰۰۹ کال کې په لاهور کې د سریلانکا په کرکټ ټيم باندې تروریستي برید وکړی شو. په دغه بريد کې د سریلانکا ۶ لوبغاړي ژوبل او اته تنه پاکستانیان ووژل شول.