امنیتي ځواکونو د لاهور چاودنې ماسټر ماينډ ووژلو

د سټاف راپور

اسلام اباد - ميډيا راپور ورکړو چې امنيتي ځواکونو لږ تر لږه ۱۰ وسله وال، د يو ماسټر ماينډ په ګډون چې د فبرورۍ په ۱۳مه په لاهور کې په يو ځانمرګي بريد کې یې لاس لرلو، ووژلو.

د ډان خبري اژانس له مخې، يوې امنيتي سرچينې د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۳مه) راپور ورکړو چې وجيح الله او حکمت، چې تخلص يې احرار او قاري په ترتيب سره وو، دواړه د جماعت الاحرار سره تړاو لرلو. دوی د پاکستان او افغانستان په سرحدي زون کې ووژل شول.

سرچينه وايي، حکمت په افغانستان کې د ترهګرو د ترانزیت کيمپ کمانډ کولو او وجيح الله د لاهور بريد په انتظام کولو کې مرسته کړې وه چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول.

د ډان خبري اژانس له مخې، د کراچۍ لویدیځ د پولیسو يو سينير سپرنټنډنټ ناصر افتاب د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۳مه) وويل، چې د داعش دوه وسله وال هم په کراچۍ کې په يوه نښته کې ووژل شول.

هغه وويل، دغه وسله وال تیر کال په کراچۍ کې د پولیسو ډپټي سپرنټنډنټ فیض علي شيګري په وژلو کې ښکیل ول.

جيو نيوز راپور ورکړو، چې د تروريزم ضد ځواکونو د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۳مه) د پنجاب په مظفر ګړ ډسټرکټ کې د لشکر جنګوي شپږ ترهګر ووژل. جيو نيوز زياته کړه چې څلور نور شکمن کسان وتښتیدل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500