پاکستان د بم سکواډ د وژل شوي غړي درناوی کوي

د سټاف راپور

اسلام اباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۱مه) د عبدل رزاق لپاره د هغه د مرګ نه وروسته د مډل اعلان وکړو. عبدل رزاق په کوټه کې د بم ډسپوزل سکواډ غړی وو.

رزاق هغه وخت ووژل شو کله چې هغه د فبرورۍ په ۱۳مه د یو بم شنډولو هڅه کوله.

نثار وويل، د مډل نه علاوه، د هغه کورنۍ ته به معاوضه هم ورکولی شي.

هغه وويل: "پیسې یا مډلونه د هيواد لپاره له لاسه ورکړې شوي ژوند بدل نه دی، خو دا د يو قوم شيوه ده چې د خپلو زړورو زامنو عزت وکړي."

په ۱۹۹۵ کال کې د بې ډي ايس ځواک سره د يو ځای کيدلو راهیسې، رزاق د ۱،۰۰۰ نه زیات بمونه شنډ کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500