کابل -- ميډيا د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۰ مه) راپور ورکړو چې افغانستان پاکستان ته د هغه ترهګرو لست ورکړی کوم چې په پاکستان کې پټ دي.
د سما تلويزيون له مخې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۰مه) وويل، چې په پاکستان کې د افغانستان سفيرعمر زاخیلوال د ۸۵ طالبانو او حقاني نيټ ورک مشرانو او ۳۲ د ترهګرۍ ټريننګ د کيمپونو، چې ټول په پاکستان کې دي، لست پاکستان ته ورکړو.
د ازادۍ راډیو راپور ورکړو چې د افغانستان حکومت د پاکستان څخه وغوښتل چې کيمپونه دې بند کړي او ترهګر دې افغانستان ته وسپاري.
ډان خبري اژانس راپور ورکړو، مخکې، د پاکستان پوځ د افغانستان څخه وغوښتل چې دوی دې ۷۶ ترهګر پاکستان ته وسپاري او په افغانستان کې دې د ترهګرو په کيمپونو بمباري وکړي.