پنجاب د رينجرو د تعیناتۍ غوښتنه کوي

د سټاف راپور

لاهور - جيو نيوز خبر ورکړو چې د پنجاب صوبې د کور وزارت د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۰مه) په پنجاب کې د ۶۰ نه ۸۹ ورځو لپاره د رینجرو د تعیناتۍ غوښتنه وکړه.

د تعیناتۍ موخه دا ده چې دا د پولیسو سره په استخباراتي او د بغاوت ضد عملیاتو کې مرسته وکړي.

د صوبې اعلی کمیټۍ د يو شمير تروريستي بريدونه نه وروسته د رينجرو د تعیناتۍ غوښتنه وکړه. په دغه بريدونو کې په لاهور کې د فبرورۍ په ۱۳مه هغه برید هم شامل دی چې ۱۴ کسان په کې ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500