کوټه - ميډيا راپور ورکړو چې د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۳مه) د شپې په کوټه کې د سړک د غاړې په يوه بمي چاودنه کې د بم شنډلو سکواډ کمانډر عبدالرزاق او د پوليسو کانسټیبل عبدالمجيد ووژل شول.
پوليسو وويل، چې دغه پېښه هغه وخت د کوټې په سرياب سړک باندې رامنځته شوه کله چې د بې ډي ايس پرسونل د يو بم چې پل ته نزدې ښخ کړې شوی وو شنډلو کي بوخت وو.
د بي ډي ايس وژل شوي چارواکي په تیر وخت کې دغه ښار د يو شمير بمونو نه بچ کړی وو.