راولپنډۍ - د پوځ د عامه اړيکو دفتر له مخې، د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۲مه) د جنوبي وزيرستان لیدنه وکړه.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، جنرل باجوه د هغه ځواکونو سره دغه ورځ تيره کړه چې په مخکني پوسټونو کې تعينات کړې شوي دي او د هغوی د زړورتيا او ژمنې ستاينه یې وکړه.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر زياته کړه، هغه دا هدايات هم جاري کړل چې حکومت دې د ثبات عملیاتو او ټولنيز او اقتصادي پرمختګ باندې تمرکز ته دوام ورکړي.