پېښور - جيو نيوز راپور ورکړو چې په باجوړ ايجنسۍ کې د جمعې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۰مه) په يوې چاودنه کې يو تن ووژل شو او څلور نور ژوبل شول.
د ليوي ځواک سرچينو وويل، د باجوړ ايجنسۍ په ارنګ تحصيل کې يو ګاډي ته نږدې يو ريموټ کنټرول بم وچاوديدو. دغه ګاډي ماشومان پرايويټ سکول ته وړل.
ژوبل شوي کسان په هسپتال کې داخل کړی شول.