په کشمیر او کرم ایجنسۍ کې ۷ مشکوک ترهګر ونیول شول

د سټاف رپورټ

اسلام اباد -- د ډان د رپورټ تر مخه، پولیسو د چارشنبې په ورځ / د فبرورۍ په ۸ مه/ اعلان وکړو چې پاکستاني مقاماتو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او کرمه ایجنسۍ کې په چاپو کې ۷ مشکوک ترهګر کسان ونیول.

د پولیس اډیشنل سوپرانټنډنټ آصف دراني وویل، په مظفراباد کې په ۲۰۰۹ کې د ځانمرګي بمي حملې دا مشکوک اسانتیا جوړوونکي د سه شنبې په ورځ /د فبرورۍ په ۷ مه/ په مظفراباد کې په بیلو بیلو چاپو کې ونیولی شول.

په دغو مشکوکو کسانو باندې شک دی چې د ۲۰۰۹ د ډسمبر د هغې ځانمرګي حملې پلان جوړونکو ته یې ځای او ټرانسپورټ برابر کړی وو چا چې د محرم په مراسمو حمله وکړه او لږ تر لږه ۸ کسان یې ووژل.

ډان د چارشنبې په ورځ /د فبرورۍ په ۸ مه/ راپور ورکړو چې مقاماتو وویل، امنیتي ځواکونو په کرم ایجنسی کې ۴ مشکوک جګړه ماران نیولي دي، او زیاته یې کړه چې دغه مشکوک کسان هغه وخت د اسلحو د بار شوي ګاډي څخه وتښتیدل کله چې مقاماتو په یو چیک پوسټ هغوی ته د ودریدلو حکم وکړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500