پاکستان په اليکشن کې د ښځو لپاره ٪۵ کوټه منظوره کړه

د سټاف راپور

اسلام اباد - جيو نيوز خبر ورکړو چې د پاکستان کابینې د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۷مه) د ټولو سياسي پارټو د ښځينه کانديدانو لپاره ٪۵ کوټه منظوره کړه.

وفاقي وزير زاهد حامد وويل، حکومت غوښتنه وکړه چې په هره حلقه کې دې ښځې لږ تر لږه ٪۱۰ وټونه واچوي. د نوې پاليسۍ له مخې، په حلقه کې په ظاهره توګه د ښځو د ووټ مخنيوی کول به په دغه حلقه کې د اليکشن د نتايجو د معطل کيدو سبب وګرځي.

وفاقي وزيره مريم اورنګزيب وايي چې د ټاکنو د اصلاح په نورو پلانونو کې د ووټ ورکوونکو او اميدوارانو لپاره زيات سهولتونه شامل دي.

چارواکي پلان لري چې په حساسو ځایونو کې د رايې ورکولو په مرکزونو کې د څارنې کمرې نصب کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500