۵ پاکستاني ترهګر ووژل شول؛ ۸۰۰ وسله وال تسليم شول

د سټاف راپور

کویټه - پاکستاني ځواکونو لږ تر لږه پنځه تنه تروريستان په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې ووژل، په داسې حال کې چې د ۸۰۰ نه زیات وسله وال په بلوچستان کې تسليم شول.

دنیا تلويزيون او د ډان خبري اژانس له مخې، د پوځ د عامه اړیکو دفتر په يو بيان کې وويل، ځواکونو د بلوچستان په ډيره بګټي ډسټرکټ کې لږ تر لږه څلور وسله وال ووژل او د خیبرپښتونخوا په کولاچي سيمه کې یې د تحریک طالبان پاکستان يو غړی ووژلو. د تحریک طالبان غړی د چارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱) ووژل شو.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر زياته کړه چې امنيتي ځواکونو په کولاچي کې اته تنه شکمن کسان ونيول.

د ډان خبري اژانس له مخې، د صوبايي حکومت وياند انوار الحق کاکړ د چارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱) وويل، د ۸۰۰ نه زيات بلوچ وسله وال د بلوچستان په بیلابیلو سيمو کې تسليم شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500